دفاع وزارت هلمند کې طالبانو ته د امنیتي پوستو پرېښودل ردوي

د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه ردوي چې ویل شوي امنیتي ځواکونو په هلمند کې نېږدې ۱۵۰ امنیتي پوستې وسله‎والو طالبانو ته پرېښي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل چې په هلمند ولایت کې یوه اندازه امنیتي پوستې لاس په لاس شوي خو اوس‌مهال بېرته د افغان امنیتي ځواکونو لاس کې دي.

خو د هلمند والي حیات‌الله حیات ازادي راډیو سره په خبرو کې په هغه ولایت کې د یو سلو پنځوسو پوستو خبره تائید کړه او ویې‌ویل چې په دې پوستو کې ۳۸ د ملي اردو او پاتې پولیس دي.

د ښاغلي حیات په خبره که په هغو کسانو چې پوستې یې په قصدي ډول پرېښي ثبوت پیدا شي نو څارنوالۍ ته به معرفي شي.