عظیمي: د مخدره موادو په تولید کې ۴۸ سلنه کموالی راغلی

د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیره وایي چې له تېر کال راهیسې د مخدره موادو په تولید کې ۴۸ سلنه کموالی راغلی دی.

سلامت عظیمي نن دا خبرې له مخدره موادو سره د مبارزې په اوومه، پنځه اړخیزه ناسته کې وکړې.

اغلې عظیمي زیاته کړه:

"د نشه‌يي توکو د تولید برخه کې ۴۸ فیصده کموالی تر سترګو کېږي چې د درې سوه یوولس ټنه مخدره موادو او له درې زرو څخه د ډېرو کسانو نیول هم په‎کې شاملېږي."

دغه پنځه اړخیزه ناسته په کابل کې جوړه شوې چې په‎کې د افغانستان، پاکستان، روسیې، ایران او تاجکستان استازي حضور لري.

د یو شمېر راپورونو پر اساس دا مهال افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي او نېږدې شل سنله افغانان د دغې پدیدې له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.