نېکولسن: طالبان د افغانستان پر ۱۰ سلنه سیمو کنټرول لري

لانګ وار ژورنال:

لانګ وار ژورنال خپرونې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یو مطلب تر دې سرلیک لاندې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان هغه ساحه چې طالبان پرې کنټرول لري د نفوسو په سلو کې لسو ته راټیټوي، خپور کړی او د پیل په کرښو کې لیکي:

طالبان او متحدې سخت دریځې ډلې یې د افغانستان د نفوسو د ساحې په سلو کې پر لسو کنټرول لري او شل فیصده نوره ساحه یې د تناقض یا پوښتنې وړ ده.

دا خبره په افغانستان کې د امریکایي ځوکونو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت مشر جنرال جان نیکولسن د جمعې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وکړه.

نیکولسن د طالبانو تر کنټرول لاندې په سلو کې ۳۰ ساحې په اړه وویل، دا چې طالبان یوازې د افغانستان پر لیرې پرتو سیمو کنټرول لري دا مثبت پرمختګ دی.

د لانګ وار ژورنال په لیکنه، جنرال نیکولسن وویل، دوی په دې باور دي چې د افغانستان حکومت د دې هېواد د نفوسو پر ډیرې یعنې په سلو کې پر اویا برخې بشپړ کنټرول لري او د دښمن تر ولکې لاندې د نفوسو ساحه په سلو کې لس ده.

لانګ وار ژورنال خپرونه وړاندې لیکي:

جنرال نیکولسن لویو نفوس لرونکو مرکزونو ته په پام سره چې د افغانستان د حکومت د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي او طالبان یوازې په تېره بیا پر لیرې پرتو سیمو واکمن دي دا یو مثبت پرمختګ یادوي او وایي پر دغې برخې د طالبالنو واکمني د دې هېواد پر راتلونکي دومره زیات اغېز نه لري.

خو د خپرونې په لیکنه، طالبان له همدغو لېرې پرتو سیمو په استفادې خپلې مالي منابع زیاتوي، نویو کسانو ته د جګړې روزنه ورکوي او د خلکو پر ګڼ میشتو ښاري سیمو حملې کوي.

د خپرونې په وینا پر دې سربېره په همدغو د طالبانو تر ولکې لاندې لیرې پرتو سیمو کې د طالبانو ملاتړو ډلو لکه القاعده ته هم د دې زمینه برابرېږي چې د روزنې کمپونه او د فعالیت مرکزونه ایجاد کړي.

د لانګ وار ژورنال په لیکنه افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان په دې وروستیو کې د کندز، هلمند او ارزګان ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د حملو او د نیول کېدو د ګواښونو په اړه راپورونه له مبالغې ډک وبلل او ادعا یې وکړه چې د دغو حملو په مخنیوي کې افغان امنیتي ځواکونو خپله وړتیا په ډاګه کړه.

لانګ وار ژورنال خپرونه وړاندې متناقضې سیمې هغه ولسوالۍ یادوي چې ښایي یوازې مرکزونه یې د حکومت په لاس کې وي او واکمني یې له هغې وړاندې نورو سیمو ته ډېره نه غځېږي بلکه په بشپړه توګه یا پر ډېرې برخې یې طالبان واکمن وي.

د خپرونې په وینا طالبان هم تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خپلې ادارې لري، پر امنیت سربېره خلکو ته ځیني خدمات رسوي او خلک په خپلو محلي محکمو کې محاکمه کوي.

ډیجیټل ژورنال:

کاناډایي ډیجیټل ژورنال خپرونې هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قومندان د جمعې د ورځې پر هغو څرګندونو تمرکز کړی چې ویلي یې دي، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې جګړه کې داسې یوه حالت ته چې هغه په ټپه دریدلی یاد کړی رسيدلي، داسې یوه حالت چې د ده په وینا د طالبانو د نفوذ د پراخېدو مخه یې نیولې خو هغوی بیا هم توانیدلي چې د دې هېواد پر ډیرې برخې کنټرول ولري.

ډیجیټل ژورنال لیکي:

د جنرال جان نیکولسن د څرګندونو په دوام لیکي چې ویلي یې دي، افغان امنیتي ځواکونو په روان دوبي، د جګړې په فصل کې د کندز ولایت د نیولو لپاره د طالبانو حمله په شاوتمبوله، د هلمند، د کندهار د لویدیځې برخې او ارزګان امنیت یې ټینګ کړ.

د خپرونې په لیکنه جنرال نیکولسن دغه راز په افغانستان کې د داعش د سخت دریځو شمېر د ۱۲۰۰ نه تر۱۳۰۰ پورې یاد کړ او ویې ویل چې له دوی سره په سوریه کې سخت دریځي په مالي او د مشر تابه په چارو کې مرسته کوي.