مودي، پاکستان د ترهګرۍ په لېږد تورن کړ

د هند صدراعظم نرېندرا مودي، پاکستان د ترهګرۍ په لېږد تورن کړ.

مودی وویل، پاکستان هڅه کوي چې اسیا د ترورېزم په لېږد بې‌ثباته کړي.

ده زیاته کړه چې په نړیواله سطحه به د پاکستان په منزوي کولو کار وکړي.

مودي په خپلو پرونیو ټلوېزیوني خبرو کې وویل، د پاکستان کړنې پر هند، بنګله‌دېش او افغانستان اثر اچوي.

نوې ډېلي وایي، د سېپټمبر په اتلسمه، کشمیر کې په یوې هندي قرارګاه باندې برید د پاکستان کار و.

په هغه برید کې اتلس هندي سرتېري ووژل شول.