هرات کې پر یو شمېر بېوزلو مېرمنو کرنیز وسایل و ویشل شول

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې سلو مېرمنو ته چې د کور سر پرستي کوي د کورنیو باغچو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کرنیز سامان الات ویشل شوي دي.

د دی ریاست د کرنې څانګې امر بشیر احمد احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دوی هدف د کرنې په برخه کې د ښځو ظرفیت لوړول او هغوی ته کار موندنه ده.

ښاغلی احمدي وایي چې، په دې توګه به د هغو کورونیو اقتصادي وضعیت هم ښه شي چې سرپرستې یي مېرمني کوي:

"زموږ هدف دا چې د ښځو اقتصاد لوړ شي اولاس یي په خپل جیب کې شي او دوی ته د کار زمینه برابره شي."

ښاغلی احمدي وایي، له دې مخکې د ګذرې،غوریان او انجیل په ولسوالیو کې هم د کرنې کوچنیو باغچو لپاره ورته مواد ویشل شوي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.