ارګ: حزب اسلامي سره هوکړه لیک کې ټولې لاسته راوړنې خوندي دي

ارګ ماڼۍ د بخښنې د نړیوال سازمان په غبرګون کې وايي چې له حزب اسلامې سره په شوې تفاهم لیک کې د تېرې یونیمې لسیزې ټولې لاسته راوړنې خوندي دي.

د ولسمشر د ویاند یوه مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه ازادي راډیوته وویل:

"که چېرته له حزب اسلامي د سولې موافقتنامه په دقیقه توګه وکتل شي شي اندېښنې ټولې رفع کېږي او په دې کې د تېرو پنځلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي دي."

د ارګ ماڼۍ له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مشرې حوریې مصدق د حزب اسلامي د مشر او نورو غړو لپاره د قضايي مصونیت موضوع د اندیښنې وړ بللې ده.