د کوسوو یو وګړی د انلاین غلا په تور ۲۰ کاله بند محکوم شو

د کوسوو یو وګړی د ۱۳۰۰ امریکايي حکومتي او پوځي چارواکو د شخصي معلوماتو د هک انلاین غلا کولو او د اسلامي دولت وسله والې ډلې ته د استولو په خاطر په شل کاله بند محکوم شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ وویل، ارډیټ فیریزي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په مالیزیا کې نیول شوی او د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی وو.

دې وزارت ویلي چې شل کلن فیریزي د جون په میاشت کې د ویرجینیا په یوې فیډرالي محکمې پر ده د لګېدلو تورنو په وړاندې مجرم ګڼل شوی و.

د محکمې اسناد وايي، فیریزي د امریکا د یو انلاین پلورنځي د کمپیوټرونو سرور تېرکال هک کړی او له هغې یې د دیارلس سوو امریکايي حکومتي او پوځي چارواکو معلومات غلا کړي وو.

نوموړي بیا دا لیست د جنید حسین په نوم یو بریتانوي هکر ته ورکړی چې نوموړی د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یو غړی او د بریدونو تنظیمونکی و.