نیکولسن: طالبان افغانستان کې د خپل نفوذ پراخېدو هڅه کوي

په افغانستان کې لوړ پوړي امریکايي قوماندان وايي، د افغانستان لس فیصده نفوس د طالبانو تر کنترول لاندې دی.

جنرال جان نیکولسن وايي، افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړې.

نوموړي په پینټاګون کې خبریالانو ته وویل، د اوړي د جګړې په فصل کې ځايي امنیتي ځواکونو په کندز کې د طالبانو د هغو هڅو مخه ونیوله چې غوښتل یې دا ولایت ونیسي.

همدارنکه یې په هلمند، کندهار او ارزګان کې هم د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړه.

د جنرال نیکولسن په وینا افغان ځواکونه دا مهال د افغانستان له پنځه شپیته څخه تر اویا فیصده نفوس کې پراخ اغېز لري او طالبان یوازې پر لس فیصد نفوس کنټرول لري چې هغه هم په لرې پرتو سیمو کې دی.

دهغه په وینا د شل فیصده نفوسو په سیمه کې د افغان حکومت د ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ شخړې روانې دي.

نوموړي وویل راتلونکې کال به د امریکا په مشرۍ ایتلاف له له افغان ځواکونو سره کار وکړي چې خپل کنټرول هغو سیمو ته پراخ کړې چې اوس پرې طالبان واکمن دي.

نوموړي چې د جمعې په ورځ یې په پینټاګون کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې تر ۱۳۰۰ پورې د داعش وسله وال هم شته چې تر ډېره ددې هېواد په ختیځ کې فعالیت کوي.

نیکولسن: سوریه کې دداعش ډلې مشران په افغانستان کې دې وسله والو ته پیسې برابروي.

د جنرال نیکولسن په وینا په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مشران په افغانستان کې دې وسله والو ته پیسې، د قوماندې او کنټرول رهبري او او ارتباطي ملاتړ برابروي.

خو جنرال جان نیکولسن وویل، افغان او امریکايي ځواکونو ددې ډلې خلاف پرلپسې پوځې عملیات وکړل چې د دوی ګڼ مشران او غړي په کې ووژل شول.

د نوموړي په وینا اوس داعش هومره ډېره سیمه په واک کې نه لري چې پخوا وه او یوازې په څو ولسوالیو کې فعالیت کوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د افغان ځواکونو د لوړې مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دی چې دده په وینا ډېر یې په وړو پوستو کې دي چیرې چې دا ځواکونه ښه روزل شوي نه دي او ښه مجهز هم نه دي.

په افغانستان کې دا لوړ پوړی امریکايي چارواکی وايي، له افغان مشرانو سره د جګړیزو تکتیکونو په تنظیمولو کار کوي، څو د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کمه شي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ قوماندان جنرال جان نیکولسن همدارنګه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې تړون، په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په لور هڅونکی ګام وباله او ویې ویل، دا تړون له یوې داسې ډلې سره دی چې تر ډېره له هېواده بهر استوګن دي.

د جنرال نیکولسن په وینا له افغان حکومت سره د سولې تر موافقې وروسته به بالاخره دا ډله د افغانستان په ټولنه کې ورګډه شي.

جان نیکولسن زیاته کړه، دا په افغانستان کې د کړکېچ د هواري لپاره یو له ډېرو مهمو ګامونو څخه دی چې موږ یې ګورو.

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ د حزب اسلامي له هئیت سره په کابل کې د سولې یوه موافقه لاسلیک کړه.