د حزب اسلامي یوه لوړپوړي غړي د افغانستان له خلکو نه بخښنه وغوښته

د افغانستان د حزب اسلامي یوه لوړپوړي غړي د افغانستان له خلکو نه بخښنه وغوښته.

قریب الرحمن سعید بېګاه د امریکا غږ اشنا راډیو سره په یوه سیاسي بحث کې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د هغو کورنیو څخه چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې تاواني شوي بخښنه وغوښته.

ښاغلي سعید وویل:

"هر هغه تاوان چې ملت ته رسېدلی وي، زموږ خپل تاوان دی، که څوک شهید شوی وي او یاټپي شوی وي، په طبیعي توګه له هغوی څخه بخښنه غواړو."

ښاغلي سعید دغه راز زیاته کړه؛ اسلامي حزب په دې باور دی چې د هغو کسانو سره د حساب کتاب د کولو لپاره باید یوه بې طرفه محاکمه جوړه شي چې په جنایاتو تورن دي، دا که د حزب اسلامي وي او که "هر کوم بل څوک".

ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي په اویایمو کلونو کې رامنځته او په ۱۰۷۹ کال کې دا ډله د مجاهدینو یوه مهمه برخه وګرځېده چې د پخواني رژیم په وړاندې یې جګړه پیل کړه.

حزب اسلامي دغه راز د طالبانو او القاعده شبکې تر څنګ د ائیتلاف ځواکونو په وړاندې هم جګړه وکړه او په ۲۰۰۳کال کې ګلبدین حکمتیار د امریکا لخوا د "نړیوالو ترهګرو " په لیست کې شامل شو.

دا په داسې حال کېده چې پرون پنجشنبې د افغان دولت او حزب اسلامي استازو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

ګڼ شمېر افغانان د سولې دغه هوکړه لیک ته په نېک نظر ګوري او هیله لري چې د هېواد نورې وسله والې ډلې هم افغان حکومت سره سولې ته کېني.