کابل کې د امریکا سفارت او یوناما د سولې هوکړه‎لیک هرکلی وکړ

د سولې عالي شورا مشر د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې موافقه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات یو ښه پیل ګڼي.

پير سيد احمد ګېلاني نن له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې د لاسلیک په غونډه کې وویل:

"د دې موافقې په نهایي کېدو خوښ او ډاډه یم چې دا به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره یو ښه پیل وي. ټولو ته د دې بریالیتوب مبارکي وایم."

له بلې‌خوا په کابل کې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په جلا بیانونو کې د دې موافقې هرکلی کړی.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وروسته دا موافقه‌لیک لاسليک کړي.

په موافقه کې دواړو خواوو منلې چې د حزب اسلامي د مشر او د نورو غړو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېسته ایستل کېږي، بندیان به‌یې خوشې کېږي او غړي به‌یې له جګړې لاس اخلي.