صیقل: د افغانستان، هند او امریکا غونډه نیویارک کې جوړه شوه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وایي چې د افغانستان، هند او امریکا تر منځ درې اړخیزه غونډه پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړه شوه.

محمود صیقل ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، په کابل کې د هند سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ګډون کړی و.

ښاغلي صیقل د دې غونډې په اړه وویل:

"په دې غونډه کې تر ډېره پر اقتصادي مسئلې او هم د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د هند او امریکا پر همکاریو خبرې وشوې."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سفیر وویل، په دې غونډه کې د افغانستان پر پرمختیایي چارو چې هند او امریکا څه ډول کولای شي په دې برخه کې خپلې هڅې هماهنګې کړي خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې دا ډول درې اړخیزې غونډې په راتلونکي کې هم دوام وکړي.