چارواکي: د ارزګان په ترینکوټ کې جګړه لا هم روانه ده 

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې په ترینکوت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ له تېرې ورځې راهیسي پیل شوې جګړه لا هم روانه ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په جګړه کې افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف‌یې یاد ولایت ته تازه دمي ځواکونه هم استولي دي.

په دې اړه نور معلومات له ارزګانه د ازادي راډیو خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د شریف الله شرافت راپور