خوستیان: سوله د روان کړکېچ یوازنۍ حل‎لاره ده

د خوست یو شمېر مدني فعالان او روشن فکره وايي چې د افغانستان د روانې سیاسي او امنیتي ستونزې یوازنۍ حل‎لاره سوله ده.

دوی زیاتوي، که روانې جګړې ډېر دوام هم ولري، بیا هم ښکېلې خواوې مجبوره دي چې د سولې او خبرو اترو لپاره سره کېني او تر روغې جوړې وروسته د خپل هېواد په ابادۍ او د خلکو په هوساینه کې په ګډه ونډه واخلي.

د خوست مدني فعالانو او روشن فکرو یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سولې نړیوالې ورځې د لمانځ‌غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وکړې.

د خوست ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني وویل، هر کله چې همدا وسله‎وال مخالفین د هېواد له زیانمنېدو وروسته یو وران او کنډواله هېواد ته راستنېږي، نو اوس دې، همدې اباد او ودان هېواد ته راشي او د خپلې خاورې په ابادۍ او د خلکو لپاره د سولې په ټېنګولو کې دې ونډه واخلي.

نورشاه نوراني زیاته کړه:

"دا چې یو ځل زموږ افغانستان ورانېږي او بیا وروسته سوله کوو او خپل هېواد ته راځو، بیا کنډوالو کې اوسېږو، نو باید چې په‎ دې اباد افغانستان کې سوله وکړو د خپل هېواد او هېوادوالو سره یوځای شو او د خپل هېواد پر پرمختګ او سوله‌ییز ټیکاو کې رول ولوبوو."

د خوست د نادرشاه کوټ سرپرست ولسوال ګلاب منګل د روانو جګړو پړه د سیمې هېوادونو پر استخباراتو اچوي او وايي چې هغوی زموږ د خلکو له احساساتو څخه د هېواد په مقابل کې ګټه اخلي، همدارنګه یو تن مدني فعال بوستان ولیزی وايي چې مدني ټولنه د ولس د سوله‌ییز ذهنیت د جوړولو لپاره ښه رول لوبولای شي.

ګلاب منګل او بوستان ولیزی زیاتوي:

"ولسونه هر وخت او هره لحظه د سولې په باره کې زموږ سره همکاري کوي، خو ځیني خود غرضه او خارجي استخباراتي کړۍ دي چې زموږ د ځوانانو، دیني عالمانو او قومي مخورو له پاکو احساساتو څخه استفاده کوي، دوی اکمالوي او د پردیو په اشاره په خلکو کې نفاق اچوي."

"د ټولنیزو سازمانونو غړي او مدني فعالان د ولس په ذهنیت جوړونه کې رغنده رول لوبولی شي، ځکه دوی ولس سره مستقماً په اړیکه کې دي او په دوی کې د هغو کسانو نظر چې د سولې په خلاف‌يې لري هغه روښانه کولای شي."

قومي مشر حاجي محمد علي ځدراڼ د سولې په راوستو کې د قومي مشرانو ونډه ډېره ټاکونکې او اغېزمنه بولي او زیاتوي چې د حزب اسلامي سره د افغان حکومت روان مذاکرات هم ګټور دي او په‎ دې سره د ټولو مخالفو ډلو په ګډون یوې سرتاسري سولې ته لاره هوارېږي.

قومي مشران

حاجي محمد علي ځدراڼ وړاندې وايي:

"په‎ دې ورځو کې د ملي یووالي حکومت د بریاوو نه یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې د سولې پروسه پرمخ روانه ده، په‎ دې ورځو کې د حکمتیار صیب په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې د مسئلې نېږدې کېدل ډېره مهمه لاسته راوړنه ده، د تنظیم سره سوله خو لویه خبره ده، که له یو فرد سره هم سوله وشي لویه خبره ده او موږ يې تائیدوو."

مدني فعال افسر سعادت په افغانستان کې د روانو جګړو تر ټولو مهم لامل د قانون نه‌حاکمیت بولي، دی وايي که حکومت په عامو او خاصو خلکو یو ډول قانون پلی کړي په خپله سوله راځي او د نا امنیو لمنه ټولېږي.

افسر سعادت زیاتوي:

"زما هیله له خپلو لوړپوړو چارواکو څخه دا ده چې قانون ته درناوی وکړي او قانون له ځانه نیولې تر عامو خلکو پورې یو شانې پلی کړي، ان‌شاءالله په‎ دې وطن کې به سوله راځي او نا امني به نه‌وي."

د یادونې وړ ده د سېپټمبر ۲۱مه چې د سولې د نړیوالې ورځې سره برابره ده، په‎ دې وروستیو کلونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم لمانځل کېږي، که څه هم نور کلونه به دا ورځ په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو په مالي همکارۍ د یو شمېر غیر حکومتي مؤسسو له‎خوا لمانځل کېده، خو سږ کال په سویل ختیځ زون کې د سولې نړیواله ورځ ځايي ولایتي ادارو ولمانځله.

راپور: نجیب‌الله الوخېل