هلمند کې ۱۴ وسله‎وال وژل شوي

هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله‎وال وژل شوي او ۶ نور نیول شوي دي.

د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات تېره شپه د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې د بهرنیو ځواکونو لورته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ګرمسیر ولسوالۍ د لښکرګاه په جنوب کې د پاکستان سره پولي ته نېږدې موقعیت لري چې یو شمېر سیمې یې د تیرې میلادي میاشتې په اوږدو کې تر سختو جګړو وروسته د وسله‎والو لاسته ولوېدلې.