په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو یو شمېر استازي وايي چې لا هم ډېر شمېر طالبان د پکتیا په جانيخېلو ولسوالۍ کې فعالیت کوي.
دوی د نن ورځې په عمومي غونډه کې له دې کبله پر حکومت انتقاد وکړ چې ګواکې په سمبولیک ډول له طالبانو سیمې نیسي خو په اساسي توګه د نیول شویو سیمو د امنیت لپاره پلان نهلري.
د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ شاوخوا میاشت وړاندې د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاس ته ولوېده خو وروسته افغان ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیوله.