د یونان یوه کمپ کې اور لګېدنې زرګونه کډوال تېښتې ته اړ کړل

د یونان د پولیسو یوه ویاند د څرګندونو له مخې د یونان د لیزبوس ټاپو په یوه کمپ کې د اور د لګېدو له امله چې د دوشنبې په ماښام ولګېد، په زرګونه کډوال له کمپه تېښتې ته اړ شول.

په دې اور لګېدنه کې که څه هم چا ته ځاني تاوان نه‌دی رسېدلی، خو ویل کېږي چې د کډوالو دغه کمپ پوره سوځېدلی دی.

یونان کې د پولیسو یوه سرچینه وایي، د درېیو او څلورو زرو تر منځ کډوال کمپ ته نېږدې ځمکو کې تم شوي چېرته چې سخت باد هم لګېږي.

د اور لګېدنې وروسته ۱۵۰ ماشومان په ټاپو کې د ماشومانو یوه بل کمپ ته ولېږدول شول.

د پولیسو ګومان دی چې دا اور لګېدنه قصدي شوې ده.

په یونان کې د «اې، اِن، اې» دولتي آژانس وایي، د دوشنبې په سهار په دې اړه ترهه ډېره زیاته وه چې ویل کېدل زیات شمېر کډوال بېرته ترکیې ته لېږل کېږي، خو پولیس وایي چې دوی کډوال آرامه کړل.

سرچینه: د درېیو او څلورو زرو تر منځ کډوال کمپ ته نېږدې ځمکو کې تم شوي.

د موریا کمپ ته نېږدې د زيتونو په باغونو کې هم دوه اور لګېدنې د ورځې له‌خوا شوې وې خو تر کنټرول لاندې راوړل شوې او د درېیمې اور لګېدنې سره جوخت په کمپ کې جګړه ونښته.

موریا په یونان کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ دی.

یونان کې ټول څه نا څه ۶۰ زره کډوال اوسېږي چې غواړي آلمان او یا د اروپایي اتحادیې نورو هېوادونو ته د پناه غوښتنې په خاطر ولاړ شي، خو دا امکان هغه وخت له‌منځه لاړ چې د ختیځې اروپا او بالکان هېوادونو خپلې پولې کلکې وتړلې.

د بشري حقونو ټولنو په وار-وار په یونان کې د کډوالو په کمپونو کې په جاري وضعیت او نظافت نیوکه کړې.

دا وضعیت په تېره په لېزبوس او نورو ختیځو ټاپوګانو کې چې مخ‌یې ترکیې ته دی او له زیات شمېر کډوالو ډکې دي، ډېر ناوړه او د اندېښنې وړ دی.

د یونان د پنځو ټاپوګانو په هر یو کمپ کې له ۱۳ زرو تنو زیات کډوال اوسېږي.

په داسې حال کې چې هر یو کمپ یوازې د اتو زرو تنو لپاره ځای او امکانات لري.

یونان کې کډوال

د هغوی زیاتره د سوریې له جګړو تښتېدلي کسان او دغه‌راز د عراق، افغانستان، پاکستان او هند د نیمې وچې او د افریقا د شمال له نورو هېوادونو څخه کډوال دي.

د لېزبوس په کمپونو کې له ۵۶۰۰۰ تنو څخه زیات کډوال اوسېږي چې د ځاییدنې له مقایسه دوه زره تنه زیات دي، دا وېره چې زیات شمېر کډوال به ترکیې او یا بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي، ډېری کډوال دې حد ته رسوي چې فزیکي شخړې وکړي.

دا اور لګېدنه هم هغه وخت وشوه چې د ملګرو ملتونو یوه غړي د دې ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي په ټوله نړۍ کې د کډوالو شرایط ښه کړي.

د یونان صدراعظم الکسیس څیپراس نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه غونډه کې ګواښ وکړ چې د کډوالو بحران کېدای شي د پردیو په وړاندې د کرکې د رامنځته کېدو سبب شي.

څیپراس: د کډوالو بحران کېدای شي د پردیو په وړاندې د کرکې د رامنځته کېدو سبب شي.

ده وویل:

"که موږ ونه‎شو کړای د دې ملاتړ وکړو، سیاسي اغېز به‌یې نه‌یوازې په یونان بلکې په هر ځای کې احساس شي. موږ د پردیو په وړاندې کرکې ته له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره موقع ورکوو چې خپله څېره بیا وښيي."

تېر کال څه نا څه ۸۵۰ زره تنه د یونان ټاپوګانو ته راغلل.

د هغوی ډېری د خپل ژوند سره، د وړو بېړیو څخه په استفادې سره لوبې کوي.