پسرلی: افغان سوداګر د سوداګریزي پراختیا په هدف چین ته ځي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا په هدف چین پنځوسو افغان سوداګرو ته دغه هېواد ته د ورتګ بلنه وړکړې ده.

د دغې خونې د مطبوعاتو مسؤل صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې افغان سوداګر به په چین کې د یوه نندارتون سربېره په ګډو اقتصادي کنفرانسونو کې هم ګډون وکړي.

ښاغلی پسرلی وایي، افغان حکومت غواړي له چین سره صادرات او واردات زیات کړي چې د پاکستان په پرتله یو ښه بدیل دی.

د راپورنو له مخې اوس‌مهال د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ کچه په کال کې یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.