کورنیو چارو وزارت وايي ارزګان کې د هوايي حملې څېړنه کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ارزګان ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د دغه وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغې پېښې بشپړ جزئیات به له څېړنو وروسته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان او کندهار لویې لارې د ساتنې کنډک قوماندان سمونوال رحیم‌الله خان پرون ازادي راډیو ته وویل چې امریکايي ځواکونو د پولیسو په یوې پوستې بمبار کړی او ۸ پولیس‌يې وژلي دي.

د امریکا پوځ هم پرون ومنله چې په ارزګان کې یې د یکشنبې په ورځ دوه هوايي حملې کړې دي.

خو په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند، مایکل لاو هورن ویلي چې د دوی ځواکونو پر هغو کسانو بمبار کړی چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.

مایکل ویلي چې تر دې زیات معلومات نه‌شي تائیدولای.