خوګیاڼي: د ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۵ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د اچین او کوټ ولسوالیو په مربوطاتو کې پر داعش وسله والو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې ۳۳ داعش وسله وال وژل شوي.

نوموړی وايي، په یادو بریدونو کې د داعش وسله والو په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د یو بل خبر لمخې د یاد ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې بیا د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په حمله کې دولس تنه داعشيان چې بهرني وسله وال دي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي.

داعش وسله والو د دې بریدونو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.