عبدالله: له حزب اسلامي سره موافقه کې کومه ملاحظه نه‌لرو 

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، د سولې عالي شورا چې هر کله له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم‌لیک لاسلیکوي دوی کومه ملاحظه نه‌لري.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه وویل چې د سولې په هوکړه‌لیک کې داسې هېڅ مورد نه‌شته چې ملي ګټو سره په ټکر کې وي.

ښاغلی عبدالله وايي:

"دوه ورځې وړاندې مې یو شمېر مشرانو سره کتلي او هغوی ته مې ډاډ ورکړی چې وروستي کوم مسایل چې پاتې دي ډېر وخت ته اړتیا نه‌لري او هر کله چې د سولې شورا له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه‌لیک لاسلیک لپاره چمتو کېږی موږ په‌کې کومه ملاحظه نه‌لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا منشي او ویاند امین‌الدین مظفري ازادي راډیو ته ویلي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه به د ټولو ډلو د نظریاتو تر اخیستو وروسته ډېر ژر لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مرکچي پلاوو تر منځ له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهېسې د سولې خبرې روانې وې چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې دواړه لوري د سولې په یوه ۲۵ ماده‌ییز لومړني سند توافق ته ورسېدل.