سوریه کې د ټینګ شوي اوربند ماتېدو په اړه اندېښنې

د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف له هوايي بریدونو وروسته چې ۶۲ سوري سرتېري يې ووژل په دغه هېواد کې ټینګ شوی اوربند د ماتېدو له ګواښ سره مخ دی.

راپورونه وايي، د سوريې په حلب ښار کې د وسله‌والو یاغیانو پر ضد وروستیو بریدونو بیا دغلته د جګړې اور ته لمن وهلې ده.

په حلب کې د جګړې بندېدل او محاصره خلکو ته د عاجلو بشري مرستو رسول د سوريې د اوربند له مهمو ټکو څخه دی.

روسیه او امریکا پر یوه بل تور پورې کوي چې د سوريې د اوربند په ټینګ ساتلو کې همکاري نه‌کوي.

بل لور ته د اسټرالیا پوځ وايي، د سوريې په دېر الزور ښار کې د حکومتي ځواکونو پر یوې اډې د بمبارۍ په اړه چې دې اسټرالیايي الوتکو کړې ده تحقیقات کوي.

اسټرالیا په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف غړی دی.