حکومت د هلمند د امنیت لپاره څه پلان لري؟

د هغه ولایت د امنیت لپاره به څه وخت عملیات پیلېږي چې یوازې مرکز يې د افغان حکومت په لاس کې دی.

د هلمند اوسېدونکي چې د دغه ولایت ۹۵ سلنه خاوره د وسله‌والو تر ولکې لاندې بولي وايي روان وضعیت سخت ناهیلي کړي.

هلمند ولایت په دې وروستیو کې د افغان سرتېرو او وسله‌والو مخالفینو د سختو جګړو شاهد و چې د راپورونو له مخې جګړه د دې ولایت له لیرې شمالي ولسوالیو نه د لښکرګاه ښار تر څنډو پورې راورسېده.

په هلمند کې د روان امنیتي وضعیت په اړه د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د الیاس داعي راپور