مظفري: راتلونکو ورځو کې به حزب اسلامي سره موافقه لاسلیک شي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه تر اوسه نه‌ده لاسلیک شوې.

د سولې عالي شورا منشي او ویاند امین‌الدین مظفري پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا موافقه به د ټولو ډلو د نظریاتو له اخیستو وروسته لاسلیک شي.

ښاغلی مظفري زیاتوي:

​"په راتلونکو څو ورځو کې به وروسته له دې چې د ټولو اړخونو نظریات په دې اړه واخیستل شي، د دواړو اړخونو تر منځ توافق ان شاءالله کېدونکی دی او کېږي."

له دې مخکې د حزب د مرکچي پلاوي مشر کریم امین ویلي و چې د سولې د موافقې د سند په اړه وروستۍ موافقه شوې، مګر لاسلیک‌یې د حکومت د یوه اړخ د مخالفت له کبله ځنډول شوی دی، خو د سولې د شورا منشي او ویاند ښاغلی مظفري وايي اجرائیه ریاست له حزب سره د سولې د موافقې مخالفت نه‌دی کړی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم پرون ازادي راډیو ته وویل چې له حزب سره د سولې موافقه نهايي شوې، خو ښاغلي فیصل هم د دې موافقې د لاسلیک وخت ونه‌ښود.