اجرائیه ریاست: حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامه نهايي شوه

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامه نهايي شوه.

د دغه ریاست یوه مرستیال ویاند امید میثم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اجرائیه ریاست د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې سره هېڅ ډول مخالفت نه‌لري.

د اجرائیه ریاست د ویاند یو بل مرستیال جاید فیصل هم په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکي چې هوکړه‌لیک وروستی شوی او ژر به د سولې عالي شورا جزئیات خپاره کړي.

اجرائیه ریاست په داسې حال کې له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې د وروستي کېدو خبره کوي چې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وو چې اجرائیه رئیس له دغې موافقتنامې سره مخالف دی.