د هند صدراعظم وايي د هندي سرتېرو غچ اخلي

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هند تر کنټرول لاندې پر یوې پوځي اډې د هغې حملې د عاملانو د مجازاتولو ژمنه وکړه چې ده کرکه پارونکې او بزدلانه بللې.

د هند پوځ وایي، مشکوکو یاغیانو نن سهار وختي په اوري ښارګوټي کې د پوځ پر یوه کمپ حمله کړې او لږ تر لږه اولس سرتېري یې ووژل.

په نښتو کې څلور وسله‌وال هم وژل شوي دي.

پولیسو وویل، یو نامعلوم شمېر وسله‌وال د یکشنبې د ورځې سهار وختي هغې کرښې ته نېږدې چې هند او پاکستان سره جلا کوي، د اوري په ښارګوټي کې په پټه کمپ ته ننوتل.

تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

خو د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سینګ په خپله تویترپاڼه کې لیکلي چې دی له تروریزم او ترورېستي ډلو د پاکستان مستقیم او دوامداره ملاتړ ډېر ناهیلی کړی دی.

هغه همداراز ویلي چې ډېری او کره نښې نېښانې د دې څرګندونه کوي چې د اوري د حملې عاملان ښه روزل شوي او په درنو وسلو او ځانګړو وسایلو سمبال و.

د همالیا دا سیمه له هغې راهیسې چې د جولای په اتمه نېټه د یاغیانو یو مشهور قوماندان د هندي ځواکونو له‌خوا ووژل شو، د هند پر ضد د پراخو مظاهرو شاهده ده چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

د ځایي اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ په شخړو کې له اتیاو زیات کسان وژل شوي دي.