مشرانو جرګې له حزب اسلامي سره د سولې موافقې ملاتړ وکړ

د افغانستان مشرانو جرګه د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې له تفاهم‌لیک خپل ملاتړ اعلان کړ.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې اکثره سناتورانو ټینګار کاوه چې باید ژر تر ژره د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامه لاسلیک شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار بیا پر حکومت غږ وکړ چې هغه کسان او ډلې چې د سولې مخالفت کوي باید افشا یې کړي.

ښاغلی مسلمیار وايي سوله د ټول ولس غوښتنه ده او هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې د ولس د دغې غوښتنې په وړاندې ودرېږي.

وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې له دلیل پرته د سولې په برخه کې ځنډ ورته د منلو نه‌دی او که څوک مخالفت کوي دی به دغه موضوع له ولس سره شریکه کړي.