د کابل ښار قوای مرکز سیمه کې اور لګېدنه رامنځته شوې

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د یاد ښار په قوای مرکز سیمه کې اور لګېدنه رامنځته شوې.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې یاده اور لګېدنه نن یکشنبې شاوخوا یوولس بجې د قوای مرکز سیمې د برادران په نوم لرګیو او تختو په یوه مارکېټ کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه چې د اور د کنټرول لپاره سیمې ته د اطفائيې پرسونل استول شوي او ډېر ژر به د اور د پراخېدو مخه ونیول شي.

مجاهد وايي، تر دې مهاله د دغې اور لګېدنې رامنځته کېدو لامل نه‌دی معلوم.

د پېښې په ځای کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د لرګیو او تختو په دغه مارکېټ کې تقریبا ۷۰ دوکانونه دي او د اطفائیې ټیم اور نه‌دی مهار کړی.

یوه میاشت مخکې د کابل ښار د میرویس میدان "کوټې سنګي" سیمه کې په ځدراڼ سوداګریز مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې ګڼو کسانو ته‌یې درانه مالي زیانونه واړول.

تر هغه وړاندې بیا د کابل ښار په منډوي کې په یوه سوداګریز مارکېټ کې هم اور لګېدنه رامنځته شوې وه چې له امله‌یې ګڼ دوکانونه د اور خوراک شول.