احمدي: هرات کې لسګونه کړۍ ماینونه کشف او نیول شوي

د هرات ولایت امنیتي ځواکونو ۲۴ کړۍ ماینونه نیولي دي.

د یاد ولایت امنيه قوماندانۍ ویاند عبد الرؤف احمدي پرون ازادي راډیو ته وویل دا ماینونه په انجیل ولسوالۍ کې، د دولت ضد وسله‌والو له یوه پټن‌ځای څخه ترلاسه شوي دي.

خو دا چې دا ماینونه کله کشف او نیول شوي دي، د هرات چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د هرات پولیس وايي، د دې قضيې په تړاو يې لا څوک نه‌دي نیولي.