مهرداد: د یو شمېر ښوونځیو تړل ناورین دی

د افغانستان پوهنې وزارت د یو شمېر ښوونځيو تړل کېدل ناورین بولي او له امنیتي ارګانونو غواړي چې د ښوونځیو په پرانیستلو کې ورسره مرسته وکړي.

د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د تړلو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې یاد ښوونځي په هلمند، ننګرهار، ارزګان، بغلان او سرپل ولایتونو کې تړل شوي دي:

"زیات تړلي ښوونځي په هلمند، کندهار، ارزګان، زابل او غزني کې لرو، دغه ښوونځي د جګړې له امله تړل شوي، تر هغې چې جګړه نه وي درېدلې، ښوونځي به همداسې تړلي پاتې وي."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره عملیات روان دي، خو دی څرګندوي چی دا کار وخت ته اړتیا لري.