ساپۍ: د بروکسل غونډې وړاندې د افغان مېرمنو پرمختګونه ارزول کېږي

د افغان ښځو شبکه وايي چې د افغانستان په اړه د بروکسل له نړیوال کنفرانس نه یوه ورځ وړاندې به په یوه جلا غونډه کې د افغان ښځو پرمختګ وارزول شي.

د دغې شبکې مشرې حسینه ساپۍ نن ازادي راډيو ته وویل چې د ښځو په اړوند دغه غونډه کې به د۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

بروکسل غونډه د اکتوبر په میاشت کې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې جوړیږي او تر ډېره به په دغې ناسته کې ګډونوال له افغانستان څخه د مالي او اقتصادي مرستو پر دوام بحثونه وکړي.