پاکستان وايي، د افغان ولسمشر څرګندونې خواشینونکي دي

پاکستان د افغان ولسمشر پر هغو څرګندونو اعتراض کړی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې د پاکستان د رول په اړه کړي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل، د افغان مشرتابه وروستۍ څرګندونې خواشینونکي او بې ګټې دي.

په دې اعلامیې کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د ویاند نفیس ذکریا له خولې ویل شوي، دوی په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن دي او دا سوله د خپل هېواد او سیمې په ګټه ګڼي.

ولسمشر اشرف غني هندوستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د پاکستان چلند ته په اشاري وویل، تروریزم کې ښه او بد لټول ددې پدیدې په وړاندې ناسم چلند دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پراخې هڅې کړي او همدارنګه یې افغان سوداګرو ته د واګې تر بندره د تجارتي مالونو د رسولو زمینه برابره کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې هېواد یې د هغه څه په اړه چې نوموړي د پاکستان پر ضد د هندوستان له خوا د افغانستان د خاورې زیاتېدونکي کارول ګڼلي اندېښمن دی.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاحسین مرتضوي بیا د امریکا غږ اشنا راډیو سره خبرو کې د پاکستاني چارواکو دا اندېښنې بې ځایه بللي او ویلي یې دي، پاکستان ددې پر ځای چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو د حضور په اړه فکر وکړې، ښه ده چې له خپلې خاورې د تروریستانو لکه حقانې شبکې، القاعده او کوټې د شورا په څیر ځالې پاکې کړي.