صیقل: پاکستان د افغان سولې پروسه کې رښتینی رول نه‌دی لوبولای

ملګروملتونو ته د افغانستان دايمي استازی او سفیر وايي چې پاکستان په افغانستان کې سولې ته د زمينه برابرولو په برخه کې ريښتونی رول نه دی لوبولی.

نیويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان پر وضعيت خبرې وشوې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي او سفير په دې غونډه کې وويل چې له جون مياشتې راهيسې وسله‎والو نښتو او ځانمرګو بريدونو زياتوالی افغانستان په ازمايښت کې اچولی دی او له همدې کبله د سولې پروسه له خنډ سره مخامخ شوې ده.

محمود صيقل زياته کړه چې د شواهدو پر بنسټ، له دغو حملو ډېری يې له افغانستانه دباندې پلان شوي وي.

ښاغلي صيقل ۳۵ زرو اووه سوه کيلو ګرامه د امونیم نايټرېټ په صورت کې چاودېدونکو موادو ته په اشارې وویل چې په دې وروستیو کې د ملي امنيت ځواکونو له تورخمه کشف او نیولي دي.

د ده په وينا، دا دومره اندازه امونیم نايټرېټ په دوو موټرو کې ځای پرځای شوي وو او ټاکل شوې وه له پاکستانه افغانستان ته انتقال شي.

ملګرو ملتونو ته د افغانستان دايمي استازي وويل چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهير کې هم ريښتونی رول نه دی لوبولی.

ملګروملتونو ته د افغانستان دايمي استازی او سفیر محمود صیقل

ښاغلي صیقل زیاته کړه:

"په څلور اړخېزه غونډه کې زموږ پر ټولو هڅو سربېره، پاکستان اوس هم د سولې په بهير کې د منځګړيتوب له فرصته استفاده نه‎ده کړې. د دې غونډې له لوري چې کومه تګ‎لاره جوړه شوې وه، د هغې تګ‎لارې له مخې باید هغو طالبانو پر ضد چې ورسره سوله امکان نه لري، لازم اقدامات وکړي او د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د نړيوالو د ريښتونی او جدي شريک په توګه وپېژندل شي."

محمود صيقل وويل، د پاکستان له دولته غواړي چې د رغندو اړيکو د پياوړتیا او باور لپاره چې د ده په وينا په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات لومړی شرط بلل کېږي، د همکارۍ لاره پرانېزي.

ده د افغان ځواکونو وړتيا او پياوړتیا ته هم په اشاره وويل چې د دولت د وسله‎والو مخالفینو حملې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو له‎خوا له سخت ځواب سره مخامخ شوي دي.

په همدې حال کې ملګروملتونو ته د هندوستان دايمي استازي د امنيت شورا په پرونۍ غونډه کې پاکستان ته په اشاره وويل چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي عاملين بايد په ګاوندي هېواد کې خوندي پناه ځایونه ونه‎لري.

د هند چاپ ديکان کرونيکل ورځپاڼې ملګرو ملتونو ته د هندوستان د دایمي استازي تنمايا لال له خولې ليکلي چې ده د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له‎خوا د طالبانو مشر ته د تروريست نه ويلو په اړه هم انتقاد وکړ او ويې ويل دا عمل پوښتنې راپورته کوي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو ته د پاکستان سفیرې له افغانستانه غوښتي چې د افغانستان له پولو دباندې حملو لپاره خپله خاوره کارېدو ته پرې نه‌ږدي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ مليحه لودهي وويل چې هېواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره د ګډو ارزښتونو لپاره د اړيکو پر پراخولو کار وکړي.

دې وويل چې پاکستان د سولې د مذاکراتو پرمختګ ته لېواله دی خو د دې په وينا هېواد يې د څلور اړخېزې غونډې له ټولو لورو د داسې هڅو غوښتنه کوي.

په دغه څلور اړخيزه غونډه کې افغانستان، پاکستان، چين او امريکا غړيتوب درلود.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامچي يامامتو په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهميت خبرې وکړې خو د سولې په راوستلو کې يې د پاکستان يا سيمه یېزو هېوادونو د رول په اړه څه ونه ويل.