ارګ وايي، هندي چارواکو ولسمشرمحمد اشرف غني ته له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د جمهور رئیس ویاند مرستیال دواخان مینهپال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هند مرستې به د افغانانو په ژوند کې مثبت تغیرات راولي.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه:
"دا سفر په اقتصادي او سیاسي برخو کې د افغانستان لپاره له اهمیته ډک دی، ځکه چې د هندوستان په راتلونکي مرستو کې د هغه هېواد د دویم پړاو مرستې شاملې دي."
جمهور رئیس محمد اشرف غني هندوستان ته په دوه ورځني سفر کې د هغه هېواد مشرانو سره د لیدو کاتو تر څنګ د هند د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او سوداګرو سره هم ولیدل او په افغانستان کې یې د پانګونې د زمینو په اړه ورسره خبرې وکړې.
هغه له هندي سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې د بریښنا د تولید، د اوبو مدیریت، زیربناوو، کرنې او په نورو پراختیایي برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي غني له هندي سیال سره په لیدو کې وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې زیاتېدو لپاره ګډه هوايي کارګو رامنځته کړي څو سوداګر په اسانه خپل مالونه ولیږدولای شي.
د هند جمهور رئیس ویلي چې اوس د افغانستان څخه هره اوونۍ درې پروازونه کېږي خو تمه ده چې زیات شي.
کابل او نوي ډهلي د دې سفر په ترڅ کې د بندیانو د ورکړې، په عدلي قضایي او سوداګرۍ برخو کې د همکارۍ او معلوماتي ټکنالوجی په برخه کې درې تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل.
په ورته وخت کې جمهور رئیس غني د هند له خصوصي سکتوره وغوښتل چې د هندي باکیفیته درملو د څلورو کمپنیو پروپوزل دې افغان حکومت ته وسپاري.
جمهور رئیس غني د هندي چارواکو سره په لیدو کاتو کې هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه تر ۱۰ میلیاردو ډالرو ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې هندي چارواکو د جمهور رئیس غني د همدې سفر په ترڅ کې د د بیارغونې او په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.
د جمهور رئیس ویاند مرستیال دوا خان مینهپال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا مرستې په کومو برخو کې لګول کېږي ازادي راډیو ته وویل:
"دا مرستې د ښوونې او روزنې، برېښنايي حکومتوالی، د هېواد د زیربناوو په جوړولو د افغانستان د ملي پراختیا د پروګرام له لارې لګول کېږي."
افغان ولسمشر د هند د صدراعظم نریندرا مودي په رسمي بلنه د چهارشنبې په ورځ هغه هېواد ته تللی وو او د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې بېرته کابل ته راستون شو.
هندوستان په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړي او په دغه هېواد کې یې مهم زیربنایې کارونه لکه د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ، دالارم ـ زرنج سړک او نور بشپړ کړي دي.
یوسف خان ځدراڼ