افغانستان ته د هند له لوري د بورسونو د ورکړې هرکلی وشو

د افغانستان د لوړو زده‎کړو وزارت د هند له لوري افغانستان ته د ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونو له ورکړې هرکلی کوي.

د دغه وزارت ویاند محمد فیصل امین نن ازادي راډيو ته وویل، د هند له لوري د بورسونو نوې مرستې به د افغان محصیلنو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ګټور تمام شي.

کابل کې د هند سفارت ویلي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاپراختیا لپاره ‎یې دا بورسونه ورکړي چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې به افغانو محصلانو ته ووېشل شي.

دا بورسونه د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا لپاره ورکول کېږي چې د افغانستان د لوړو زده‎‎کړو وزارت او په کابل کې د هند سفارت به‎ یې په شرایطو برابرو کاندیدانو ته ووېشي.