ارګ بیا له فساد سره په کلکې مبارزې ټينګار کوي

د افغانستان جمهوري ریاست یو ځلي بیا له فساد سره په کلکې مبارزې ټينګار کوي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به له فساد سره د مبارزې په برخه کې کوټلې ګامونه واخیستل شي.

ښاغلی مینه‎پال دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل نوي راپور کې ویلي چې د امریکا میلیارډونو ډالرو مرستې په دې هېواد کې د فساد له پراخوالي سره مرسته کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار دغه څېړنیز راپور په داسې حال کې خپروي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۶۶ هېوادونو په کتار کې له اخره درېیم په فساد کې ککړ هېواد یاد کړی دی.

یوازې سومالیا او شمالي کوریا ورڅخه په فساد کې مخکې دي.