سیګار: د امریکا مرستې افغانستان کې د فساد له سره مرسته کړې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره وایي، د امریکا میلیارډونو ډالرو مرستې په دې هېواد کې د فساد له پراخوالي سره مرسته کړې ده.

په هغه نوي راپور کې چې په جګړه کې فساد او له افغانستانه د امریکا تجربه، تر سرلیک لاندې د سیګارد ادارې مشر جان سوپکو پرون خپور کړ، په افغانستان کې د فساد بېلابېلو اړخونو ته چې د امریکا له میلیارډونو ډالرو مرستو او قرادادونو سره تړاو لري کتنه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې متحدو ایالتونو د افغانستان له اقتصاد سره د لسګونو میلیارډ ډالرو په مرستې سره په دې هېواد کې د فساد له زیاتوالي سره مرسته کړې، پر دغو مرستو یې سمه څارنه نه‎ده کړې، قراردادونه په سمه توګه نه‎دي او بدنامه ځواکمن کسان شریکان شوي دي.

سیګار په دغه څېړنیز راپور کې ویلي چې د افغانستان دولت د خپلو ملي خالصو عوایدو د پنځلسو نه تر پنځه څلویښت فیصدو پورې د مرستو د جذبولو ظرفیت لري چې د امریکا د بیارغونې د مرستو اندازه د دې هېواد د ملي خالصوعوایدو په سلو کې ۴۵ زیاته وه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار دغه څېړنېز راپور په داسې حال کې خپروي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۶۶ هېوادونو په کتار کې له اخره دریم په فساد ککړ هېواد یاد کړی دی.

یوازې سومالیا او شمالي کوریا ورڅخه په فساد کې مخکې دي.