یوناما د افغان ملکي تلفاتو زیاتیدو ته اندیښمنه ده

یوناما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتیدو ته اندیښنه ښکاره کړه.

د ملګروملتونو امنیت شورا ته د یوناما مشر پرون وویل چې کال په کال په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېره لوړیږي.

تدامیچي یاماموتو بیا د ماشومانو د تلفاتو په اړه وویل:

"د دوی مرګ ژوبله ۱۸ فیصده زیاته شوې او د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸۸ ماشومان وژل شوي دي."

یاماموتو چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی دی، زیاتوي چې د افغانستان د شخړو د مخنیوي لپاره باید د سولې هڅې ګړندۍ شي.