سولې شورا: پر حزب اسلامي د بندیزونو لیرې کولو لپاره ژمنه شوې

د سولې عالي شورا وايې نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې ده چې د حزب اسلامي او افغان دولت تر منځ د سولې له موافقې سره سم به پر دې ډلې د لګول شویو بندیزونو په لیرې کولو کار پیل کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبد الکبیر اوچقون نن ازادي راډیو ته وویل د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې د موافقې ځیني تخنیکي اړخونه پاتې دي چې ډېر ژر به حل شي.

ولسمشر اشرف غني هم د اختر په لومړۍ ورځ په ارګ کې څرګنده کړه چې له حزب اسلامي سره به ډېر ژر سوله وشي او د نوموړي په خبره د سولې د هڅو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او فشار ورته د منلو وړ نه‎دی.