افغان ولسمشر اشرف غني هند ته روان شوی

افغان ولسمشر اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نوې ډېلي ته روان شوی دی.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دا هندوستان ته د ولسمشر دوه ورځنی رسمي سفر دی چې د هغه هېواد د صدراعظم نرېندرا مودي په بلنه ترسره کېږي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني به هندوستان ته د خپل د سفر په ترڅ کې "د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي،ولسمشر پراناب موکرجي او د دغه هېواد نورو مقاماتو سره د کتنې تر څنګ له تاجرانو او هغو افغان محصلانو سره چې په هندوستان کېپه بېلابېلو برخو کې په زده‎کړو بوخت دي وګوري."

ارګ وايي، ولسمشر غني به همدارنګه د دفاعي مطالعاتو او تحلیلونو انسټېټیوټ کې متقاعدو جنرالانو، متقاعدو سفیرانو، پروفیسورانو او محصلینو ته وینا وکړي او د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول ترورېزم سره د مبارزې په هکله به د افغانستان لیدلوری بیان کړي.

له ولسمشر غنيسره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‎الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د ترانسپورټ وزیر محمدالله بتاش او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.