افغان ولسمشر نن هند ته ځي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن چهارشنبه نوې ډېلي ته ورسېږي.

د ولسمشر غني مطبوعاتي دفتر وايي،هغه به هند ته په دې دوه ورځني سفر کې له صدراعظم نرېندرا مودي سره وګوري او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره به پر نویو لارو خبرې وکړي.

ارګ د ولسمشرغني او نرېندرا مودي د نننیو خبرو ډېر جزئیات نه‎دي څرګند کړي.

خو د افغانستان لوی درستیز قدم‎شاه شهیم ازادي راډیو ته وویل چې په‎ دې سفر کې له هغه هېواده د وسلو ترلاسه کولو په اړه خبرې نه‎کېږي.

په کابل کې د هند سفیر وايي، ښاغلی غني به د نورو خبرو تر څنګ په نوې ډېلي کې د څېړونکو په یوه مرکز کې وینا هم وکړي.