هند افغانستان ته ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړل

د هند حکومت افغانستان ته ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړل.

په کابل کې د هغه هېواد سفارت پرون سه شنبه وویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لپاره‎یې دا بورسونه ورکړي چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې به افغانو محصلانو ته ور ووېشل شي.

د سفارت خبرپاڼه وايي چې دا بورسونه د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا لپاره ورکول کېږي چې د افغانستان د لوړو زده‎کړو وزارت او په کابل کې د هند سفارت به‎یې په شرایطو برابرو کاندیدانو ته ور ووېشي.