د پاکستان سند ایالت کې انتحاري حملې ۴ پولیس ټپیان کړي

پاکستان کې د وروستیو فرقه یي شخړو په ترڅ کې نن د شیعه ګانو د یوه جومات په مخ کې په ځان‎وژونکې حمله کې څلور پولیس ټپیان شول.

دغه حمله د سند ایالت په شکارپور کې هغه سیمه کې شوې چې تېر کال د شیعه ګانو پر یوه بل جومات په ځان‎وژونکي برید کې ۶۰ تنه وژل شوې وو.

د پولیسو یوه افسر برهان الدین وویل، دغه حمله د مسلمانانو د لوی اختر د لمانځه د اداکولو په مهال وشوه.

هغه وویل، یو بل حمله کوونکی چې ځان وژونکی به و، د پېښې په ځای کې په ډزو ټپي شو.

تراوسه د دغې حملې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخېستی. خو په تېرو وختونو کې د دا ډول حملو مسؤلیت د لشکرجنګوي په څېر سخت دریځو ډلو په غاړه اخیستی دی.