وهرا: هند له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دی

هند ته د افغان ولسمشرد سفر په درشل کې په کابل کې د هند سفیر وایي، هند له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دی او په دې سفر کې به هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په ترڅ کې یو لړ تړونونه لاسلیک شي.

منپریت وهرا نن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، افغانستان له جنګه راوتلی او د یوه ګاونډ په توګه دا د هند مسؤلیت دی چې ورسره په مختلفو برخو کې مرسته وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ولسمشرمحمد اشرف غني به سبا [چهارشنبه] نوي ډیلي ته ورسیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلی غني به پرګډو ګټو د "نېږدې مشورې" لپاره له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري.

ولسمشر غني به دغه راز په دې سفر کې له هندي سوداګرو سره وګوري او په نوي ډيلي کې یوه څېړنیز مرکز ته وینا کوي.