اسټرالیا دفاع: د افغانستان امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی

د اسټرالیا دفاع وزیر هماریس پاین [Marise Payne] وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی خو لا هم ستونزې ورته پرتې دي.

ماریس پاین پرون دوشنبې خپل پارلمان ته وویل:

"زه خوشبینه یم چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به دا هېواد د خپلو خلکو لپاره په امن ځای بدل کړي. "

اسټرالیا له هغو هېوادونو دی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ په نړیوال ائتلاف کې خپل عسکر افغانستان ته واستول.

د اسټرالیا زیات عسکر په ارزګان کې ځای پرځای شوي وو.

د اسټرالیا حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپل عسکر له افغانستانه وایستل.

په‌دې موده کې د اسټرالیا لږ تر لږه ۴۱ عسکر په افغانستان کې ووژل او ۲۶۱ تنه زخمیان شو.