اشرف غني به سبا "چهارشنبه" نوي ډیلي ته ورسېږي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا [چهارشنبه] نوي ډیلي ته ورسیږي.

د هند د خارجه چارو وزارت په وینا، ښاغلی غني به پر ګډو ګټو د "نېږدې مشورې" لپاره له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري.

د دې وزارت خبرپاڼه وايي:

"دا سفر به دواړو مشرانو ته پر دوه اړخېزې همکارۍ او داسې مسئلو د مخامخ بحث موقع وکړي چې دواړو هېوادونو ته مهمې دي."

د هندي مطبوعاتو په حواله، صدراعظم نریندرا مودي به په‌دې خبرو کې له کابل سره د پوځي مرستو د زیاتولو هوکړه هم وکړي.

خو د افغانستان او هند حکومتونو په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي څرګند کړي.

ولسمشر غني به له هندي سوداګرو سره وګوري او په نوي ډيلي کې یوه څېړنیز مرکز ته وینا کوي.