غني: له حزب اسلامي سره موافقه نهايي کېدو ته نږدې شوې

ولسمشر غني وايي، له حزب اسلامي سره موافقه نهايي کېدو ته نيږدې ده.

دا خبرې ولسمشر غني نن د اختر د مراسمو پر مهال وکړې.

ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب سره مذاکرات د روان کال له مارچ مياشتې راهيسي روان دي، هغه مهال د موافقې يوه مسوده لاسليک شوې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني وويل:

"ځیني مسايل شته او دا هغه مسایل دي چې د سولې پلي کولو لپاره ډېر مهم دي، دا مسايل به د يوې مودې پر مهال حل شي."

د بشري حقونو مدافعين له حکمتیار سره د سولې په اړه اندېښنه ښيي چې د نيوي يمې لسيزې په اوږدو کې د کورنۍ جګړې پر مهال په بشري سرغړونو تورن دی.

اسلامي حزب په ۲۰۰۱میلادي کال کې د امريکايي او افغان ځواکونو پر ضد هم خونړۍ حملې کړي دي.