پاکستان کې د پولیو پر ضد واکسین د کمپاین یو غړی په ډزو ووژل شو

وسله والو کسانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیو یا ګوزڼ پر ضد واکسین د کمپاین یو جګ پوړی غړی په ډزو وواژه.

ډاکټر زکاوالله خان د پاکستان د قبایلو ناارامۍ سیمې ته نېږدې د پیښور د پولیو د واکسین د کمپاین غړی و.

هغه پرون خپل کورته نېږدې پر موټر سایکل سپرو وسله والو په ډزو وواژه.

له پاکستاني طالبانو بیلې شوې جماعت الاحرار ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

د دغې ډلې ویاند عصمت الله فرانسپرېس خبري اژانس ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې نورې حملې به هم ترسره کړي.