کامه‎وال: اختر شپو او ورځو کې کندز کې امنیتي تدابیر جدي دي

د کندز ولایت چارواکي وايي، د اختر شپو ورځو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

د سپین زر د۸۰۸ زون عمومي قوماندان شیرعزیز کامه‎وال پرون ډاډ ورکړ چې خلک کولای شي د امن په فضا کې ژوند وکړي.

ښاغلي کامه‎وال زیاته کړه:

"موږ د ولایت قوماندانیو ته یوه ځانګړه طرحه سپارلې، څو زموږ خلک د امن په فضا کې د اختر مراسم له خپلو کورنیو سره ولمانځي."

مخکې ښاغلي کامه‎وال د قلعه‎زال، درشت ارچي او امام صاحب په ولسوالیو کې د پراخو تصفیوي عملیاتو خبر ورکړی وو.

د کندز ولایت ځیني سیمې له هغو ډلې د خان آباد ولسوالۍ په تېرو اونیو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو د سختو نښتو شاهده وه.