اکبري: کندز کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال ۲ مخالفین وژل شوي

په شمال کې مېشت د پولیسو د ۸۰۸ زون عمومي قومانداني وايي د ځانګړیو پولیسو په عملیاتو کې په کندز دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی.

د دغه زون مطبوعاتي سرپرست محفوظ اکبري نن ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره شپه د کندز ښار اړوند د اتمان زیو په سیمه کې شوي دي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څلور عرادې رنجرې او یو امبولانس هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.