امین: افغان حکومت سره د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي مرکچي پلاوی هیله څرګندوي چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې توافقنامه به نن د ورځې په اوږدو کې لاسلیک شي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رئیس محمد کریم امین نن ازادي راډیو ته وویل د دواړو خوا ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوې دي:

"د حزب اسلامي او د افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې هیله لرم په څو ساعتونو کې به دغه سند نهايي کړو او په دې به وتوانېږو چې افغان شریف ملت ته د سولې د لاسلیک کېدو زیری اعلان کړو. "

ښاغلي کریم وویل د مذاکره کوونکي پلاوو ترمنځ سند لاسلیک شوی او په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان ولسمشر او د حزب اسلامي د رهبر ترمنځ دغه سند لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ټینګار کوي د دواړو خواوو ترمنځ به د سولې سند ژر لاسلیک شي، خو د دقیق وخت په اړه یې څه ونه ویل.